دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۰۷
د مطلب کود : 77370
له لومړي لست څخه توږل شوي کاندیدان د انتخاباتو کمیسیون پرېکړه عادلانه نه بولي

د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو له لومړني لست نه یو شمیر ایستل شوی کاندیدان وایي چې؛ د دوی په هکله د انتخاباتو د خپلواک کمیسون پریکړه عادلانه، نه ده.
د سوداګری پخواني وزیر او جمهوري ریاست ته کاندید ډاکټر انوارالحق احدي نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ د ځان په اړه شوې پریکړه غندي.
هغه وایي چې، د انتخاباتو خپلواک کمیسون د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د کاندیداتورۍ په هکله پوره معلومات نه دي ورکړي او له لومړني لست څخه د ده د لیرې کېدو دلیل یې هم نه دې څرګند کړی.
د کاندیدانو له لومړنی لست څخه یوشمېر نور لري شوي کاندیدان هم د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له خوا د دوی په اړه شوې پرېکړه نا سمه بولي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسون تیره ورځ د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو لپاره د کاندیدانو لومړنی لست اعلان کړ او شپاړس تنه کاندیدان یې له دې لست نه وویستل

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcbgfbz.rhbzzp3qur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته