کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 عقرب 1392 ساعت 11:34


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ ، ملي امنیت او ایتلافي ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې دننګرهار ، ارزګان ، لوګر ، خوست ، فراه ، غور او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل، ۱۹ تنه ترهګر طالبان ووژل شول او ۱۰ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي . 
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ، ۳ کړې د وسایطو ضد ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزو کړنو د ترسره کولو په موخه د فاریاب او لوګر ولایتونو په اړوندو سیمو کې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل . د کابل ولایت د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۷ تنه د غلا کولو او سړې تښتونې په تړاوود کابل ښار د اوومې ، اتمې ، یولسمې ، دیاړسمې او اولسمې امنیتې حوزو د اړوندو سیمو نه نیولي دي چې دم ګړۍ ملي پولیسو تر څیړنې لاندې دي


د مطلب کود: 77588

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/77588/۱۹-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com