دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 78029
د غور په دولینه کې د انتخاباتو کمیسیون د کارکوونکو پر موټر ماین چاودلی

د غور چارواکي وایې، چې د دې ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د کارکونکو پر موټر د سړک د غاړي ماین چاودنې شپږ تنه ټپیان کړل.
د غور د امنیه قومندانۍ له جنایې جرمونو سره د مبارزې مدیر "الحاج نور علي اسیري" آزادي راډيو ته وویل؛ چې دا پيښه پرون مازیګر شوې.
نوموړي د یوه ټپي حالت نازک وښود.
اخوا د کندهار د والي ویاند جاوید فیصل آزادي راډيو ته وویل؛ چې نن سهار د کندهار ښار په چوک مدد سیمه کې یو چاودنه وشوه چې؛ تلفات نه لري.
فیصل وویل چې، چاودیدونکي مواد په یوه موټر کې ځای پر ځای شوي وو.
د دې پيښې په ارتباط یو کس نیول شوی دی.
د پکتیا سیمه ییز چارواکي هم وایي، چې په څمکنۍ ولسوالۍ کې پرون درې وسله وال د خپل ماین په چاودنه کې ووژل شول.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcdnz05.yt0jx6bl2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته