دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۳ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۵
د مطلب کود : 78055
سوداګرۍ وزارت دنفتي د پېرېدلو لپاره یو پلاوی روسیې ته لېږي

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسوولین وایي؛ ډېر ژر به د دې وزارت یو پلاوی روسیې ته سفر و کړي؛ څو له دې هیواد سره د نفتي موادو د رانیولو یو قرار داد لاس لیک کړي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال مزمل شینواري نن آزادي راډيو ته وویل؛ چې دا مواد د ژمې په موسم کې د سوند موادو د بیې له لوړیدو څخه د مخنیوی په هدف اخلي.
"د سوداګر وزیر په همدې نژدې وختونو کې روسیې ته ځي څو یوه اندازه تیل واخلي. دا تیل به هم د ګازو بیه کنټرول کړي او دغه راز به موږ وکړای شو، په کابل کې د تیلو ټانکونو ته په مناسبه بیه تیل ورکړو."
ښاغلي مزمل دغه راز زیاته کړه چې؛ د سوداګرۍ وزارت په پام کې لري؛ د ژمې تر رسیدو مخکې دوه ویشت زره ټنه نفتي مواد له بیلابیلو هیوادونو څخه واخلي.
د کابل په بازارونو کې اوس یو لیټر تیل په ۶۴ افغانۍ پلور کیږي.

سرچينه : دصدای افغان خبری ازانس(اوا)
https://avapress.com/vdccpxqm.2bq4p8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته