کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په پکتیکا ولایت کې د طالبانو د ډلې یوتن جلاد او د ځانمرګو بریدونولارښود ونیول شو

دصدای افغان خبری اظزانس(اوا) , 15 عقرب 1392 ساعت 19:49


دملی امنیت موظفینو دخپلو ځانګړو اوپراتیفي عملیاتوپه ترڅ کې دطالبانو دډلې یوجلاد(سرغوڅوونکی) اودځانمرګوبریدونو لارښود شریف خان دمحمد خان زوی دپکتیکاولایت دیوسف خیلو ولسوالئ په خیربین کلي کې نیولی دی .
نیول شوي کس دلومړنیو څیړنوپرمهال منلې ده چې دملاعبدالرحمن (چوڼي) مشهورپه خیبر او (مولوی مدنی) په امر یې دملی پولیسو یوتن غړی دیوسف خیلو ولسوالئ په دیګان سیمه کې دنیولو وروسته دیادې ولسوالئ محمدخیلوسیمې ته انتقال اوهلته یې ورڅخه دقصابئ په چاړه سرپرې کړی دی ،همداډول نوموړي اعتراف کړی چې په یوسف خیلو ولسوالئ کې یې ډیری ځانمرګي بریدونه په لاراچولي دي نوموړي زیاته کړې ده چې مولوی عبدالرحمن مشهور په (خیبر) او (مولوی مدني) دوتنه قوماندانان د په بچه بازئ (اخلاقي فساد) کې بوخت دي او پر ځانمرګي بریدګرو دبریده دمخه جنسي تیری کوي .


د مطلب کود: 78250

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/78250/په-پکتیکا-ولایت-کې-د-طالبانو-ډلې-یوتن-جلاد-او-ځانمرګو-بریدونولارښود-ونیول-شو

آوا
  https://www.avapress.com