دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۵۳
د مطلب کود : 78300
دکابل په ښار کې یوتن ځانمرګی بریدکوونکی چې په ځانمرګي واسکټ سمبال ؤ ونیول شو
دکابل په ښار کې یوتن ځانمرګی بریدکوونکی چې په ځانمرګي واسکټ سمبال ؤ ونیول شو
سیدحبیب دګل حبیب زوی دهلمند ولایت دنادعلی ولسوالئ دسیداباد دکلی اوسیدونکی چې هوډ یې درلود ترڅو په یو لوړ پوړي امنیتي چارواکي ځانمرګی برید ترسره کړي له یوه عدد ځانمرګي واسکټ سره دملی امنیت موظفینو لخوا ونیول شو.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، نیول شوي کس دلومړنيو څیړنو په مهال په خپل جرم اعتراف کړی او اومنلی یې ده چې دمولوی عبدالکریم لخوا دطالبانو ډلې ته جذب او با په دپاکستان دکوټې ښاردکچلاغ کلي دخلیفه صاحب مسجد ته ولیږل شوم هلته دځوورځو دتیرود وروسته دنظامي زده کړودیادولو په موخه میرامشاه کې صابر نومي کس ته ولیږل شوم.
هغه وایی، نوموړي زه دتخریبي اوترهګریزو فعالیتونودزده کړومرکزته معرفی کړم چې پکې شپږتنه نورځوانان چې مستعارنومونه یې (زاهد، شاهین، ځلاند، احسان الله، حکمت اویارمحمد) ؤ له هغوی سره یوځای دڅلورنیمو میاشتوپه دوران کې مو په دغه مرکز کې ددیني زده کړو سره سره دمختلفو وسلو اوچاودیدنکوتوکو استعمال،ځانمرګوبریدونو دواسکټونو استعمال، دسرک دغاړې دماین خښونې زده کړې ترسره کړې.
د هغه په وینا، بیا دځانمرګي برید دترسره کولو په موخه کابل ته راولیږل شوم خو موخې ته درسیدودمخه له یوه عدد دځانمرګي واسکټ سره د ملی امنیت دموظفینو لخوا ونیول شوم.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfxmde.w6dcxaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته