دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۰:۵۵
د مطلب کود : 78574
دکندهارد پوهنی ریاست سره د دو عرادو کاسټر موټرونو مرسته وسول
دغه دوه عرادې موټرونه چي ۵ ميليونه افغاني ارزښت لري نن د شاداب ظفر شرکت لخوا کندهار والي ته په داسي حال کي وسپارل سوه.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، کندهار والي پوهاند ډاکتر توريالي ويسا وويل، د ملي سوداګرو ليواليتا د پوهني په برخه کي مرستي ته ډيره سوې ده چي دا د پوهني د پياوړتيا لپاره يو ښه زيري دي.
کندهار والي پوهاند ډاکتر توريالي ويسا وايي د کندهار د پوهني د بهير د چټکتيا په موخه يي خپلي هڅي کړندي کړي دي. هغه وايي، ددې لپاره چي د کندهار په ښار او ولسواليو کي يي د پوهني بهير چټک کړي وي او بندي ښوونځي يي خلاصي کړي وي له هري ممکنه لاري به ګټه پورته کړي.
هغه دا څرګندوني د يکشنبې په ورځ پر داسي مهال رسنيو ته وکړې چي د شاداب ظفر شرکت لخوا کندهار والي ته د دو کاسټر موټرونو کيلي ګاني د پوهني رياست سره د مرستي په موخه وسپارل سوې.
کندهار والي ددې شرکت له مسئولينو مننه وکړه چي د ولايتي ادارې سره د کارونو په چټکتيا کي مرسته کوي او دا يي د پوهني د بهير د چکټيا لپاره يو ښه زيري وباله.
په ورته وخت کي د شاداب ظفر شرکت مشر حاجي صديق کندهار والي ته ډاډ ورکړ چي په راتلوونکي کي به هم خپلو دې ډول مرستو ته دوام ورکړي او له نورو ملي سوداګرو يي هم غوښتنه وکړه چي له ولايتي ادارې سره په ګډه د کارونو په پرمختګ کي مرسته وکړئ.
د کندهار د پوهني تدريسي مرستيال محمد عوض نظري ياده مرسته ډيره پر ځاي وبلل او زياته يي کړه چي په دې سره به ښځينه زده کوونکي او ښوونکي کولاي سي په اساني سره تر ښوونځيو پوري ولاړي سي.
هغه دا ډول مرستي د پوهني د بهير د چکټيا د پاره ډيري اړيني او پرځاي وبللې.
د يادوني وړ ده چي دا مهال کندهار په خپل تشکيل کي ٤٧١تعليمي مرکزونه لري چي له ډلي يي ٩٨ لا اوس هم د زده کوونکي پر مخ تړلي دي.
ولايتي اداره ټينګار کوي چي ددې ښوونيز کال تر پايه به ټولي تړلي ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانيزي.
https://avapress.com/vdci5way.t1avy26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته