دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۴۴
د مطلب کود : 79150
محسني: ډېر ژر به د کاندیدانو وروستی لیست د انتخاباتو کمیسیون ته وسپارل شي

د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي، د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو د کاندیدانو وروستی لست به ډير ژر د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته وسپاري.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د مهال ویش له مخې دا لست باید د تیرې شنبې په ورځ اعلان شوی وای. خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون غړي او ویاند نادر محسیني وايي چې؛ شکایتونه ډېر شوي ځکه خو په دې بهیر کې ځنډ راغی:
"د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته زیات شمېر شکایتونه رسیدلي. د همدې زیاتو شکایتونو په نظر کې نیولو سره موږ ونشو کړای چې؛ له ټاکلي وخت سره سم خپل کار نهایي کړو."
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون وایي تر اوسه یې اضافه تر شپږ سوه شکایتونه له ټول افغانستان څخه ترلاسه کړي دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د جمهوري یاست د کاندیدانو په لومړي لست کې لس تنه شامل کړل او اولس نور یې لرې کړي وو.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjyvea.uqehiz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته