دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۱
د مطلب کود : 79807
نورستان ولایت کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ جګړه شوي دې
د ختیځ ولایت نورستان له کامدیش نه رپوټونه وايي، چې دغلته د طالبانو بر څو کلیو میردیش، کمو او بتیکل سیمه ییزو بولیسو او په کامدیش کې دېره امنیتي ځواکونو له پرون راهیسې بریدونه پیل کړي.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، د نورستان امنیه قومندان عبد الباقي نورستانی وايي، د طالبانو له ولکې ېې یوشمېر بندیان هم خوشي کړي او یو شمېر طالبان يې ژوندي نیولي.
په کونړ کې زموږ خبریال نعمت الله کریاب وايي، ناتایید شوي رپوټونه وایي د طالبانو د پلویانو ځینې کورونو ته اور اچول شوی.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي او نه هم د ددغو اداعاوو بې پرې پخلی شوی.
کامدیش د نورستان یوه خبر جوړونکې سیمه ده چې دا څو کلونه ېې دتګ راتګ لار هم دوسلوالو له لوري تړل شوې دغه ولسوالي په تېر کې څو ځل لاس په لاس شوې
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciyvay.t1a3u26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته