دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۲ قوس ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۳۴
د مطلب کود : 80437
کندهار والي: ایساف دې د شپې تمرینونه ودروي
 کندهار والي نن د خپل کار په دفتر کي په سهيلي حوزه کي د ايساف ځواکونو د عمومي قومندانۍ استازو څخه وغوښتل، چي د شپې له لوري خپل اموزشي انداختونه فوراً ودروي. پوهاند ډاکټر توريالي ويسا نن سهار له ايساف څخه رسماً په دې برخه کي د عاجلو اقداماتو غوښتنه وکړه او مشخصاً د ښار په جنوب غربي ساحه کي د شپې له طرفه د مورچې کوتل په سيمه کي د پوځي مانورو د پاى ته رسېدلو غوښتوونکى سو. ډاکټر ويسا وويل، چي په ياده سوې ساحه کي تېره شپه ناوخته د خورا درنو وسلو تمرينات پيل سول، چي ټول ښار يې نارامه کړى و، چي د خلکو په ذهنونو کي يې ډول دول تشويشونه پيدا کړل. نوموړي د ايساف له استازي سره په ليدنه کي وويل، چي کندهار ښاريان حق لري، څو په ارامه ژوند وکړي او بدون له کومي وېرې له خپلو فاميلونو سره واوسيږي، ولي د شپې له خوا دغه ډول پوځي اقدامات د کندهاريانو ژوند تريخوي، چي بايد فوراً ودرول سي. هغه همداراز يادونه وکړه، چي دغه ډول اعمال که شعوري او يا هم غير شعوري وي کولاى سي د خلکو اذهان مغشوش او د ايساف قواوو پر خلاف د خلکو افکار منفي لوري ته تغير کړي. کندهار والي له ايساف څخه همداراز غوښتنه وکړه، چي ددغه ډول پوځي تمريناتو وخت له شپې څخه ورځي ته واړوي او له تمريناتو څخه وړاندي افغان امنيتي ځواکونه په دې اړه خبر کړي ترڅو کندهاريانو ته تشويشونه پيدا نسي. د ايساف استازي د نن ورځي په مجلس کي له کندهار والي سره ژمنه وکړه، چي دوى به تر ممکنه حده پوري ددې ډول پوځي تمريناتو د درولو کوښښ کوي. هغه زياته کړه، چي دوى به په دغه ارتباط د چهارشنبې په ورځ د امنيت شورا په اوونيزه غونډه کي هم ولايتي ادارې ته خپل توضيحات ورکړي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcjaxeo.uqeytz,bfu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته