کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ډابینز د هند او پاکستان د اړیکو ښه کېدا د افغانستان د ثبات لپاره حیاتي وبلله

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 23 قوس 1392 ساعت 20:33


تاند- د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازی جېمز ډابینز وايي، د هند او پاکستان د اړیکو ښه کېدا د افغانستان د ثبات لپاره زیات اهمیت لري.
ډابینز پرون د کانګریس د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو په مهال وویل: د امریکا متحدو ایالتونو له هند او پاکستانه غوښتي چې پر افغانستان او د کشمیر د لانجې پر سر په خپل منځ کې اختلافات حل کړي.
د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا خاص استازي وویل چې د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو ښه کېدا د افغانستان د ثبات لپاره خورا زیاته مهمه ده.
جېمز ډابینز همداراز ومنله چې د نوازشریف حکومت هڅه کوي چې له هند او افغانستان سره اړیکې ښې کړي.
ده د نوازشریف دا خبره تایید کړه چې په افغانستان کې سوله او ثبات او له هند سره د اړیکو ښه کېدل د پاکستان د امنیت لپاره مهم دي.
ډابینز دا څرګندونې په داسي حال کې وکړې چې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی هند ته تللی چې له ۲۰۱۴ وروسته، چې ناټو ناټو پوځیان له افغانستانه وځي، له افغانستان سره د هند پوځي مرستې جلب کړي.
د افغانستان ولسمشر له یوې مودې راهیسي له هند څخه د افغان امنیتي ځواکونو لپاره د وسلو او نورو وسایلو مرسته غواړي او هندي چارواکي د افغانستان پر غوښتنو د غور په حال کې دي.
پاکستان تل په افغانستان کې د هند رول ته د شک په سترګه کتلي او د افغانستان په چارو کې یې د هند زیاتېدونکی رول ځان ته خطر بللی دی.
خو ډابینز وايي چې د پاکستان اوسنی حکومت هڅه کوي چې له افغانستان او هندوستان سره اړیکې ښې کړي.
تر ډابینز مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې په افغانستان کې د هند رول وستایه اود دغه هیواد له لوري یې د هر هغه ممکن اقدام مخکې تر مخکې هرکلی وکړ چې په نتیجه کې یې د افغانستان د ولسمشر حامد کرزی له امریکا سره د دوه اړخیزې امنیتي موافقې لاسلیکولو ته وهڅېږي.


د مطلب کود: 81298

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/81298/ډابینز-د-هند-او-پاکستان-اړیکو-ښه-کېدا-افغانستان-ثبات-لپاره-حیاتي-وبلله

آوا
  https://www.avapress.com