دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۴ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۵۶
د مطلب کود : 82190
خوست: بمي چاودنې درېیو تنو سرتیرو ته مرګ ژوبله واړوله
نن چهارشنبې له غرمې مخکې یوولس بجې د خوست ولایت د نادرشاه کوټ ولسوالۍ په مربوطاتو کې د خوست-ګردیز د لویې لارې په اوږدو کې د ملي اردو په رینجر موټر پسې د سړک غاړې د ماین چاودنه شوې، چې په کې د ملي اردو یو افسر وژل شوی او دوه نور سرتیري ټپیان شوي دي.
د خوست د ولایت مقام ویاند مبارز محمد ځدراڼ مشال راډیو ته وویل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوه، چې د ملي اردو رینجر موټر د پېښې له سیمې څخه د تېریدو په حال کې وو، په دې پېښه کې د ملي اردو یو تن افسر وژل شوی او دوه تنه سرتیري ټپیان شوي دي، د سرچینې په وینا د ټپیانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ بلل شوی دی.
"نن د لسو بجو او پنځوسو دقیقو په شاوخوا کې د نادرشاه کوټ ولسوالۍ مربوط د مېلوۍ په سیمه کې د خوست-ګردیز د عمومي سړک پرغاړه زموږ د ملي پوځ په رینجر موټر پسې بمي چاودنه شوې، په پایله کې يې بیا هم په ډېر تاسف سره، چې د ملي اردو یو سرتیری په شهادت رسیدلی او دوه نور يې هم ټپیان دي، ټپیان په بیړني ډول د ملي اردو پوځي روغتون ته انتقال شوي، حالت يې د ډاډ وړ دی او د پېښې په تړاو هم جدي پلټنې پیل شوي دي."
خوست والي عبدالجبار نعیمي رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې د پېښې غندنه کړې او دا کار يې د سولې او هېواد د پرمختګ د دښمنانو کار بللی دی.
تر اوسه کومې وسلوالې ډلې د يادې پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchvzn6.23niwdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته