کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه چاودنه شوې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 جدی 1392 ساعت 15:07


د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې یوه چاودنه شوې چې یو تن په کې وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د کندهار د امنیه قومندانۍ ویاند ضیا دراني ازادي راډيو ته وویل، دا چاودنه نن غرمه د بولدک په بازارکې شوې چې؛ وژل شوی یو ماشوم دی او ټپي هم یو بل ملکی کس دی.
له بلې خوا د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د موټر سايکل بم يوې چاودنې دوه ملکي کسان ټپيان کړي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک ازادي راډيو ته وویل، چاودنه د چاه انجير په سيمه کې پرعامو خلکو یوه چاودنه شوې چې؛ دوه کسان په کې ټپيان دي.
د چاودنې په ځاى کې عيني شاهدان وايي چې؛ د پوليسو يوه رنجر ته څيرمه شوې ده خو زيان يي نه دى ورته اړولى.
تر اوسه د دې چاودنې پړه چاپه غاړه نه ده اخیستې.


د مطلب کود: 82252

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82252/د-کندهار-ولایت-په-سپین-بولدک-ولسوالۍ-کې-یوه-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com