دخپریدو نیټه :شنبه ۷ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 82380
د افغانستان دفاع وزارت د بریتانیا د لوی درستیز وروستۍ څرګندونې رد کړې
د افغانستان دفاع وزارت له دې هیواد نه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته د هغو سیمو د ساتلو ډاډ ورکوي، چې مخکې یې له وسله والو مخالفینو نه نیولي دي.
د افغانستان د دفاع وزارت چارواکو د بریتانیا د لوی درستیز دا څرګندونې رد کړ؛ چې ګڼې د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته به وسله وال طالبان وکولای شي؛ د دوی ترکنټرول لاندې ځینې سیمې بیرته ونیسي.
د دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي د شنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل؛ ملي اردو دا وړتیا لري چې، د دې هیواد په هره سیمه کې له هر ډول ګواښونو سره مقابله وکړي.
ښاغلي عظیمي د بریتانیا د لوی درستیز څرګندونې د هغه شخصي نظر وباله:
"دا د هغوی شخصي نظر دی، کله نا کله ځینې جنرالان دا ډول خبري کوي. ښایي ژور لید لوری ونه لري. خو غواړم خپلو خلکو ته ډاډ ورکړم، چې په ۲۰۱۴ کال کې به له ډیرو وړتیاو او ظرفیتونو سره میدان ته شو. خلک باید هېڅ شک ونه لري، چې ملي اردو د ګواښونو د له منځه وړلو، د سیمو د ساتلو او د هر ډول تحرک د ځپلو وړتیا لري."
نوموړي دغه راز وویل، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې افغان امنیتي ځواکونو د بهرنیو ځواکونو له همکارۍ پرته په افغانستان کې د اته نوي فیصده جنګي عملیاتو رهبري په غاړه درلوده.
په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي د شنبې په ورځ یوې خبري غونډي ته په وینا کې د دغه بریتانوي چارواکي خبرې رد کړې او ویې ویل، چې افغان امنیتي ځواکونه پیاوړي شوي او وسله وال مخالفین له افغان امنیتي ځواکونو څخه د کومې سیمې د نیولو توان نه لري.
د بریتانیا لوی درستیز "سر پيټر وال" د جمعې په ورځ له ټیلګراف ورځپاڼې سره په مرکه کې وویل؛ طالبان به هڅه و کړي، هغه سیمې بېرته ونیسي چې دوی ورڅخه وځي.
ده زیاته کړه، د هلمند د موسی کلا په شان سیمې چې په وینا یې بریتانوي ځواکونو د هغې د تصفیې لپاره جګړه کړې او تلفات یې ورکړي، د طالبانو لپاره سمبولیک اهمیت لري.
نوموړي دغه راز خبرداری ورکړ چې؛ د افغانستان جګړه به ډیر کلونه نورهم دوام و کړي؛ مګر دا چې د طالبانو نسبتاً منځلاري یا معتدل عناصر سیاسي بهیر ته تیار شي.
وړاندې تر دې داسې راپورونه هم خپاره شول؛ چې امنیتي ځواکونو د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې ځینې امنیتي پوستې وسله والو مخالفینو ته سپارلي او له هغو سره یې جوړ جاړی کړی. خو د افغانستان د فاع وزارت او هم د هلمند سیمه ییزو چارواکو دا راپورونه رد کړل.
په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه جاوید کوهستاني آزادي راډيو ته وویل؛ چې د نړیوالو د پوځي همکاریو د بندیدو په صورت کې افغان امنیتي ځواکونه د خپل حضور د دوام توان نه لري.
"افغان امنیتي ځواکونه اوس لازمې وړتیاوي لري. خو که چېرې امنیتي موافقه لاس لیک نه شي؛ نو هیڅ شک نشته چې په پوځي، امنیتي او ملکي برخو کې د نړیوالو مرستو په بندیدو سره؛ افغان امنیتي ځواکونه د پاته کېدو توان نه لري."
کوهستاني دغه افغان حکومت ته سپارښتنه وکړه؛ چې له نړیوالې ټولنې سره د تقابل سیاست غوره نه کړي.
که څه هم افغان حکومت وایي، دوی وکړای شول، په ۲۰۱۳ میلادي کال کې په یوازي سرله وسله والو مخالفینو سره جګړه مخ ته بوځي. خو څیړونکي وایي چې، دوی لاهم د وسلو او تجهیزاتو له پلوه نیمګړتیاوې لري او ښایي چې، په راتلونکي کې له راز راز ستونزو سره مخامخ شي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdciupav.t1arv26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته