کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پکتيکا: کابل ته تلوونکي د چاودېدونکو توکو ډک موټر ونيول شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 11 جدی 1392 ساعت 11:23


د پکتيکا ولايت مرکز ښرنې او اورکون ولسوالۍ تر مينځ په لويه لار د سروضې ولسوالۍ د ګلرالدين په غرنۍ سيمه کې د چاودېدونکو توکو هغه ډک موټر ونيول شو چې له ډېورنډ کرښې هغې لوري څخه راوښتی وو او غوښتل يې ياد چاودېدونکي توکي د هېواد پلازمېنې کابل ته ولېږدوي.
په نېول شوي بار وړونکي موټر کې نږدې څلور زره کيلو ګرامه بېلابېل ډوله چاودېدونکي ټوکي د لرګيو په مينځ کې په ډير مهارت سره ځای پر ځای شوي وو، چې د کشفي مالوماتو پر اساس ياد بار وړونکی موټر د پکتيکا ولايت د سيمه ييزو پوليس تر څار لاندې وو او د يو لړ عملياتو په ترڅ کې د سروضې ولسوالۍ د ګلرالدين په سيمه کې تيره شپه دوولس بجې د قومندان عزيز الله کاروان له لوري نيول شو، د پکتيکا ولايت د سيمه ييزو پوليسو عمومې قومندان عزيزالله کاروان د مالوماتو پر اساس د نيول شوي موټر چلوونکی د تيارې څخه په ګټې اخيستې له سيمې تښتېدلی دی د نوموړي په وينا امنيتي ځواکونو په سيمه کې د چلوونکي د نيولو په موخه عمليات غځولي دي، د لومړنيو مالوماتو پر اساس په نيول شويو څلور زره کيلوګرامه چاودېدونکو توکو کې هغه بېلابېل مواد شامل دي چې د واسکټونو او ماينونو په جوړولو کې تر ګټه پورته کېږي
د يادلو ده چې په سيمه کې کومه وسلواله نښته نده رامينځته شوي


د مطلب کود: 82644

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/82644/پکتيکا-کابل-ته-تلوونکي-د-چاودېدونکو-توکو-ډک-موټر-ونيول-شو

آوا
  https://www.avapress.com