دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۲۴
د مطلب کود : 82807
د پاکستان له لارو افغانستان ته د تجارتي مالونو ترانزیت ۷۵٪ کم شوی
تاند- د افغانستان او پاکستان د سوداګرو ګډې ټولنې وویل چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو د مالونو د ترانزیت په لاره کې د خنډونو له کبله افغان سوداګر مجبوره شوي چې د پاکستان له لارې د مال ترانزیت تر نیمايي زیات لږ کړي.
پاکستانۍ رسنۍ د افغان او پاکستاني سوداګرو له قوله وايي چې د پاکستان له لارې افغانستان ته د تجارتي مالونو د ترانزیت اندازه په حیرانوونکي ډول کمه شوې ده.
د دوی په وینا په ۲۰۱۳ میلادي کال د پاکستان له لارې افغانستان ته د مالونو ترانزیت د ورتېرو کلونو په پرتله ۷۵ فیصده لږ شوی دی.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډو خونو له یوې تازه څېړنې سره سم د چمن یا سپین بولدک له لارې افغانستان ته ترانزیت حاضردمه د ۲۰۱۰ کال پنځه فیصده دی او په مجموع کې د پاکستان له لارې افغانستان ته ترانزیت د ۲۰۱۱ کال له جون میاشتې راهیسي په سلو کې ۷۵ لږ شوی دی.
پاکستاني رسنۍ د تجارتي چارو د ماهرانو په قول وایي، د پاکستان له لارې افغانستان ته په تېرو درو – څلورو کلونو کې د سوداګري مالونو ترانزیت نیمايي ته را ټیټ شوی دی او د ۲۰۱۲ له اکتوبر څخه د ۲۰۱۳ کال تر اکتوبره پوري په سلو کې شپېته ټټ شوی دی.
سوداګرو، چې په دې څېړنه کې ورڅخه پوښتنې شوي، د پاکستان له لارې افغانستان ته د ترانزیت د کمېدو په اړه مختلف دلایل څرګند کړي دي.
چمن او تورخم ته نژدې د سړکونو خرابوالی، د لاریو زوړوالی، په ګمروکونو کې بې دلیله په اوونیو اوونیو د سوداګرو د مال ځنډول هغه دلایل بلل شوي چې افغان سوداګر یې اړ ایستلي د پاکستان په لارو افغانستان ته د مال د وړلو پر ځای نورو لارو ته مخه کړي.
د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعتونو د ګډو خونو په څېړنه کې ویل شوي، سره له دې چې افغان سوداګر په دې خاطر چې د پاکستان لارې نژدې دي، د دغه هیواد ترانزیتي لارو ته ترجیح ورکوي خو ډېری سوداګر اړ شوي چې د ایران له لارې مال ترانزیت کړي.
په څېړنه کې یادونه شوې چې په ۲۰۱۰ کې افغانستان ته د ترانزیت کېدونکو مالونو په سلو کې ۲۵ د ایران له لارې وړل کېده خو اوس د ایران له لارې په سلو کې ۶۰ مالونه افغانستان ته ترانزیت کېږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccm4q4.2bqix8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته