دخپریدو نیټه :شنبه ۱۴ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۲۰:۰۲
د مطلب کود : 82834
د افغانستان کرکټ لوبډله به په اسیايي ټورنمنټ کې ګډون وکړي
تاند- د اسیا د کرکټ شورا پرېکړه وکړه چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د دې شورا په راتلونکي تورنمنټ کې ګډون کولی شي.
دا پرېکړه نن /شنبه/ د سریلانکا په پلازمېنه کولمبو کې د اسیايي کرکټ شورا په غونډه کې وشوه.
په همدې حال کې د افغانستان کرکټ بورډ نن وویل چې د دغه بورډ د اجراییوي ریاست د هڅو او د کرکټ د اسیایي شورا، بنګله دیش، سریلانکا، پاکستان او هندوستان کرکټ له چارواکو سره د پر له پسې لیدنو په پایله کې، په اسیایي جام سیالیو کې د افغانستان ملي لوبډلې لوبیدو پریکړه وشوه.
د کرکټ بورډ په وینا ددا پرېکړه د افغانستان کرکټ په تاریخ کې یوه له سترو بریاوو څخه ده چې د افغانستان کرکټ بورډ ادارې په زیار تر لاسه شوه.
د اسیایي جام سیالۍ به د روان میلادي کال د فبروري په ۲۴ نیټه د بنګله دیش په هیواد کې پیل شي او د مارچ تر ۷ نیټې پورې به دوام وکړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس ډاکټر نورمحمد مراد د ټولو هغو ستړیاوو ثمره، چې د تیرو ۴ میاشتو په ترڅ کې یې دغه ستر هدف ته د رسیدو لپاره ترسره کړي وې، خوندوره وبلله.
نوموړي دغه بریا د افغانستان کرکټ په تاریخ کې یوه بې سارې لاسته راوړنه یاده کړه او د هیواد کرکټ راتلونکی یې خورا روښانه او د ورته لاسته راوړنو لړۍ یې پرمختلونکې وبلله.
تر اوسه نه ده مالومه چې کوم هیواد به پر کومه نېټه له کوم هیواد سره لوبه کوي خو دا څرګنده ده چې هر هیواد به لږ تر لږه څلور لوبې کوي.
په بنګله دېش کې د روانو کړکېچنو سیاسي حالاتو له کبله په دې اړه اندېښنې موجودې وې چې ایا د هلته به د کرکټ د اسیا کپ د لوبو کېده ممکن وي او که نه؟
خو د اسیا د کرکټ جرګې په غونډه کې دا پرېکړه هم شوېده چې د اسیا کپ کوربه به له ټاکل شوي مهال وېش سره سم بنګله دېش وي
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc04q4.2bqi18j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته