د بلخ امنيتي چارواكي وايي، لا هم په دې ولايت كې د رايي وركونې ۷ مركزونه له لوړې سطحې امنیتي ګواښونو سره مخ دي.
د بلخ د امنيت امرعبدالرزاق قادري ازادي راډيو ته وويل، چې دا مرکزونه په چمتال، البرز او چهاربولک ولسوالیو کې دي.
نوموړي وویل، چې تر دې درې میاشتې مخکې په څوارلسو ولسوالیو کې شاوخوا دیرش مرکزونه له امنیتي ګواښونو سره مخ و.
د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په تیرو انتخاباتو کې هم په چمتال او چهاربولک ولسوالیو کې د نا امنیو له وجې د رای ورکونې پينځه مرکزونه تړل شوي و.
تر دې مخکې د کورنیو چارو وزارت وویل، انتخاباتو ته د ځینو ولایتونو د امنیتي وضعیت له ارزیابۍ وروسته به د رایې ورکولو د مرکزونو لپاره خپل وروستی امنیتي پلان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته ورکړي.

سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)