کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د فراه په بالابلوک کې سلګونه کسانو د اعتراض په توګه د هرات او فراه لویه لاره تړلې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 18 جدی 1392 ساعت 19:19


د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې سلګونه کسانو د اعتراض په توګه د هرات او فراه لویه لاره د ټرافیکو پرمخ تړلې ده.
له سیمې د ازادي راډيو خبریال وایې، دا کسان د بالابلوک ولسوال د لري کیدوغوښتنه لري.
دوي دغه راز د هغه لسو کسانو د خوشې کیدو غوښتنه کوي، چې څه موده مخکې د احمدشاه خان په نامه د سیمه ییزو پولیسو د یوه قومندان له خوا بندیان شوي وو.
نوموړي د بالابلوک پنځوس تنه اوسیدونکي په دې خاطر بندیان کړي وه، چې وسله والو طالبانو په سیمه کې د ده زوی تښتولی وو.
خووروسته له دې ډلې نه څلویښت تنه یې بیرته خوشي شول.


د مطلب کود: 83166

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/83166/د-فراه-په-بالابلوک-کې-سلګونه-کسانو-اعتراض-توګه-هرات-او-لویه-لاره-تړلې

آوا
  https://www.avapress.com