کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: په خوګیاڼو کې د هاوان مرمۍ ۳ میرمنې او ۳ ماشومان ټپيان کړي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 23 جدی 1392 ساعت 20:05


د ننګرهار په خوګیاڼو ولسوالۍ کې پر یوه کور د هاوان مرمۍ لګیدلې؛ درې میرمنې او درې ماشومان یې ټپيان کړي دي.
د خوګياڼو د مرکزي روغتون مشر ډاکټر نوراغا ازادۍ راډیو ته وویل؛ چې دا پيښه نن د مملې باغ په سیمه کې شوې ده.
نوموړی وايي، چې دوی ته په وروړل شویو ټپیانو کې د دوو تنو روغتيايي وضعیت نازک دی.
امنيتي چارواکو تر اوسه د یادې ‎پيښې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي او دا هم تر اوسه نه ده څرګنده، چې دا مرمۍ د کوم لوري له خوا توغول شوې ده.


د مطلب کود: 83471

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/83471/ننګرهار-په-خوګیاڼو-کې-د-هاوان-مرمۍ-۳-میرمنې-او-ماشومان-ټپيان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com