دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۳:۱۴
د مطلب کود : 83594
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چک جمهوريت له مرستو مننه وکړه
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د چک جمهوريت د هغو مرستو مننه وکړه؛ چې په افغانستان کې يې پر انکشافي کارونو او د افغان قواوو پر روزنې لګوي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال "ارشاد احمدي" پرون په کابل کې د چک له سفير "ميروسلاف کيوسک" (Miroslav KOSEK) سره په کتنه کې له افغانستان سره د دې هېواد مالي مرستې مهمې وبللې.
د بهرنيو چارو وزارت د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو پر اساس؛ چک جمهوريت ژمنه کړې، چې له ٢٠١٢ څخه نيولې تر ٢٠١٧م کاله پورې د افغانستان پر پراختيايي پروژو څه کم څلورلکه ډالره او له ٢٠١٥م تر ٢٠١٧م کاله پورې د افغان قواوو پر روزنې څه کم درې لکه امريکايي ډالره ولګوي.
دواړه لوريو په خپلو کې د پوځي، کرنيزو، اقتصادي او سوداګريزو مرستو پر پراختيا هم خبرې وکړې.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcgtn97.ak9wy4g1ra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته