کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

داوودزی: د راتلونکي انتخاباتو امنیت ته بشپړه اماده ګي لرو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 2 دلو 1392 ساعت 18:35


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې په دې هېواد کې د را روانو انتخاباتو امنیت ته بشپړه اماده ګي لري.
د کورنیو چارو وزیرعمر داوودزي دا ډاډ د هغه پنځه ورځني سیمینار په وروستۍ ورځ ورکړ چې؛ د افغانستان د ټولو ولایتونو د امنیه قومندانانو لپاره د انتخاباتو د امنیت د تدابیرو په اړه جوړ شوی و.
ښاغلي داوودزي وویل، مخالفینو د انتخاباتو د ګډوډولو وړتیا له لاسه ورکړې.
ښاغلي داود زي زیاته کړه، چې د هرې هغې مداخلې مخه به نیول کیږي چې د انتخاباتو مشروعیت ته زیان رسوي.


د مطلب کود: 84056

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/84056/داوودزی-د-راتلونکي-انتخاباتو-امنیت-ته-بشپړه-اماده-ګي-لرو

آوا
  https://www.avapress.com