کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کرکټ بورډ وايي، افغان ملي ټیم نن سریلانکا ته ځي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 3 دلو 1392 ساعت 13:27


د افغانستان کرکټ بورډ وايي، افغان ملي ټیم نن سریلانکا ته ځي.
د دغه بورډ ویاند فرید هوتک ازادي راډیو ته وویل، یاد ټیم به په سریلانکا کې د اسیايي جام د لوبو لپاره تمرین وکړي او هم به د نړېوالو سیالیو لپاره د ښه چمتوالي په خاطر په خپلو کمزورو برخو کې کار وکړي.
له یاد ټیم سره چې پرون یې شامل غړي معلوم شوي د ملي ټيم روزونکی ملتیا کوي او هلته به د بیټینګ په برخه کې یو بل روزونکی هم وګمارل شي.
تمه ده اسیايي جام سیالۍ چې افغانستان ته سږکال غړیتوب ورکړل شو او نړېوال شل اوریزجام په بنګله دیش کې وشي.


د مطلب کود: 84093

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/84093/کرکټ-بورډ-وايي-افغان-ملي-ټیم-نن-سریلانکا-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com