کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر کرزی وايي د بګرام زندان د طالبانو د تولید یوه فابریکه ده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 5 دلو 1392 ساعت 19:11


افغان ولسمشر حامد کرزي د بګرام زندان د طالبانو د تولید فابریکه وبلله. د ښاغلي کرزي په خبره په دې زندان کې بې ګناه کسان بندیان دي او عقدې نیسي.
ولسمشر کرزي دا څرګندونې نن په یوه کنفرانس کې په کابل وکړې او ویې ویل، داسې هڅې روانې دي چې، افغان بندیان په دې زندان کې د خپلو خلکو پر ضد سره ټول شي.
"بګرام داسې یو ځای دی چې هلته بې ګناه کسان راوړل کیږي او د خپلو خلکو، خاورې او دولت پر ضد هغوی ته کرکه ورزدکول کیږي؛ هغه ځای دی چې، د افغانستان خلک د خپل هېواد په ضد ټول کړي؛ د شکنجې، توهین او ځورولو له لارې."
ښاغلي کرزي وویل، له شک پرته په دې زندان کې مجرم کسان هم شته خو هغوی یې مخکې پیژندلي.
ده هغه رپوټونو چې ګواکې له دې زندانه په دې وروستیو کې خوشې شوي کسان یو ځل بیا جګړو ته مخه کړې د غرب تبلیغات وبلل.
له بګرام څخه د بندیانو د خوشې کولو بحث وروسته له هغې په رسنیو کې تود شو؛ چې د بګرام زندان د بندیانو د دوسیو څیړلو کمیسیون نږدې شپږ سوه بندیان راخوشې کړل.


د مطلب کود: 84195

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/84195/ولسمشر-کرزی-وايي-د-بګرام-زندان-طالبانو-تولید-یوه-فابریکه-ده

آوا
  https://www.avapress.com