دخپریدو نیټه :دوشنبه ۷ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۸:۴۴
د مطلب کود : 84312
د هلمند په ځینو ولسوالیو کې دېرش تړلي ښونځي بېرته پرانیستل شوي دي

د هلمند د پوهنې رياست مسوولين وایي؛ د روان تعليمي کال د پيل څخه تر اوسه د دغه ولایت په ځینو ولسوالیو کې دېرش تړلي ښونځي بېرته خلاص شوي دي.
دغه ښوونځي د هلمند په نادعلي؛ ناوې، خانشين او ګرشک ولسوالیو کې پرانستل شوي دي. 
د هلمند د پوهنې رياست مرستيال محمد ولي سرحدي رسنيو ته ويلي دي چې؛ ياد ښوونځي د تېرو شپږو کلونو راهسې د ناامنيو او جګړو له امله تړلي وو؛ چې د قومي مشرانو او خلکو په مرسته بېرته پرانستل شول.
ويل کيږي، د ټولو ۳۷۷ ښوونځيو څخه ۲۴۷ يې پرانستي دي چې؛ يولک او درې شپيته زره نجوني او هلکان زده کړه په کې کوي.
چارواکي وایي، د دغو دېرشو ښونځیو له پرانستلو سره دېرش زره نورو زده کوونکو ته دزده کړې زمینه برابره شوه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcf0mdc.w6djyaz,iw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته