کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امرخېل: په بغلان کې د رای ورکولو د مرکزونو ۷۰ سلنه امینتي ګواښونه کم شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 دلو 1392 ساعت 19:01


د بغلان امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې یې د رای ورکولو د مرکزونو اړوند ۷۰ فیصده امنیتي ګواښونه کم کړي دي.
د بغلان امنیه قوماندان امین الله امرخیل آزادۍ راډیو ته وویل چې؛ د رای ورکولو اته مرکزونو له لویو امنیتي ګواښونو سره مخامخ وو؛ خو د ده په وینا اوس مهال دغه ګواښونه درېیو مرکزونو ته راکم شوي.
ښاغلي امر خیل وویل، هڅه کوي چې د انتخاباتو په ورځ دغه ستونزي هم له منځه یوسي.
تر دې وړاندې د انتخاباتو د امنیتي پلان له مخې ویل شوي وو چې؛ د انتخاباتو په ورځ په ټول افغانستان کې د رای ورکولو د ۴۱۴ مرکزونو ا منیت نه شي نیول کیدای.


د مطلب کود: 84316

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/84316/امرخېل-په-بغلان-کې-د-رای-ورکولو-مرکزونو-۷۰-سلنه-امینتي-ګواښونه-کم-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com