دخپریدو نیټه :شنبه ۲۶ دلو ۱۳۹۲ ساعت ۱۹:۴۶
د مطلب کود : 85543
د ولسمشرۍ د څلورو کانديدانو په اړه شوي شکایتونه اعلان شول
د انتخاباتي شکايتونو کميسيون د جمهوري ریاست د څلورو کانديدانو په اړه شکایتونه اعلان کړل چې؛ د هغې له ډلې اشرف غني احمدزی پنځوس زره افغانۍ جریمه شو او د محمد داود سلطانزوي دوسیه یې لویې څارنوالۍ ته واستوله.
د انتخاباتي شکايتونو د کميسيون مشر عبدالستار سعادت د شنبي په ورځ وویل چې؛ اشرف غني احمدز له دوو دولتي موټرو څخه د استفادې له امله جریمه شوی دی:
"بناءً خپل حکم اعلانوو چې ښاغلي اشرف غني احمدزی د قانون د ۶۸ مادې او د نهمې مادې دوهم او نوولسم بندونه کیږي؛ په ماتولو سره په پنځوس زره افغانۍ نغدي جریمې مجازات باندې محکوم دی."
نوموړي وویل چې، ښاغلي احمدزي له هغو دوو مرمۍ ضد موټرو نه استفاده کړې او دولت ته یې نه دي سپارلي چې؛ د دولتي دندې په وخت کې حکومت ورکړي وو.
هغه وویل چې، په دې اړه د وزیرانو شورا د چارو ادارې او دارالانشا شکایت کړی و.
د ولسمشرۍ بل کانديد داود سلطان زوى و چې؛ د کابل نیوز په نوم یوه خصوصي تلویزیون شکایت کړ و.
د ښاغلي سعادت په وینا د ترلاسه کړي ويډيو له مخې داود سلطان زوى د کابل نيوز خبريال سپکاوی کړی او ګواښلی یې دی.
ښاغلي سعادت وويل چې، دا شکايت جرمي اړخ لري، نو دا موضوع څارنوالۍ ته استول کیږي.
خو ښاغلي سلطان زوی څو ورځې مخکې له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې دا تورونه رد کړي وو؛ چې ګنې نوموړي خبریال ته ګواښ کړی دی.
نوموړي په دې مرکه کې ویلي وو چې؛ د کابل نيوز خبريال د ده پر شخصي حريم تېرى کړى او حساسه پوښتنه يې ورڅخه کړې وه.
له بلې خوا د ډاکټر اشرف غني احمدزي د مطبوعاتي دفتر رییس حمیدالله فاروقي پر اشرف غني لګیدلي تورنه رد کړل او ویې ویل، نوموړي له هغو موټرو استفاده کړې چې؛ دولت یې ټولو کاندیدانو ته ورکوي:
"هغه جدي ګواښونه چې دښاغلي اشرف غني پر وړاندې موجود وو؛ دا د حکومت د پرېکړې په اساس شوی او دا کوم انتخاباتي سرغړونه نه ده؛ په هر صورت موږ خپل اسناد او شواهد کمیسون ته وړاندې کوو؛ هیله مند یو چې دغه نهاد خپل تصمیم ته تغیر ورکړي."
د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون ته د جمهوري ریاست له یوه بل کاندید عبدالرب رسول سیاف څخه دا شکایت شوی و؛ چې له هغو رنجر موټرو یې د کمپاین لپاره ګټه اخیستې چې د امنیت لپاره ورکړل شوي وو.
له عبدالرحیم وردګ نه دا شکایت شوی و، چې په پروان ولایت کې د ښوونځي یوه مسوول د ښوونځي له امکاناتو نه د ښاغلي وردګ په ګټه کار اخیستی دی.
خو د انتخاباتي شکایتونو د کمیسیون په غونډه کې د دغو وروستیو دوو مواردو په اړه موجوده اسناد جدي ونه بلل شول او پرېکړه وشوه چې په دې اړه به مربوطه کاندیدانو ته سپارښتنې وشي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcc1pq4.2bqp08j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته