کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هرات: د کانکور ځیني ګډونوال له مخکې د ازموینې د سوالونو د لرلو له کبله ونیول شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 28 دلو 1392 ساعت 11:50


په هرات کې د ۱۳۹۳ کال د کانکور ازموینې لسګونه ګډونوال له مخکې د ازموینې د سوالونو د لرلو له کبله ونیول شول.
هرات ولایت ته د لوړو زده کړو د وزارت د استول شوي پلاوي مرستیال عبدالمنان حقیار وايي چې؛ له یوشمېر زده کوونکو څخه د کانکور ازموینې د سوالونو له ترلاسه کېدو وروسته په هرات کې د کانکور ازموینه فسخ شوه.
حقیار زیاته کړه چې، په دې تور د یوې خصوصي لېسې دوه څلوېښت زده کوونکي او مشر نیول شوي دي:
"موږ د امنیتي چارواکو په مرسته د ریاض د خصوصي ښوونځي یو تن مسوول او دوه څلوېښت زده کوونکي چې؛ یوه ښځینه هم په کې وه؛ ونیول چې اوس له ملي امنیت سره دي."
په هرات کې د کانکور ازموینه باید پرون اخیستل شوې وای؛ خو مسوولو چارواکو نه دي ویلي چې؛ بله ازموینه به کله اخیستل کېږي.


د مطلب کود: 85684

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/85684/هرات-د-کانکور-ځیني-ګډونوال-له-مخکې-ازموینې-سوالونو-لرلو-کبله-ونیول-شول

آوا
  https://www.avapress.com