کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس حامدکرزي د بېلابېلو ولایتونو له یو شمېر قومي مشرانو او دیني عالمانو سره وکتل

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 4 حوت 1392 ساعت 12:11


د ملي شورا او د سولې د شورا ځینو غړو او د هېواد د بېلابېلو ولایتونو شاوخوا۱۸۰ تنو قومي مشرانو، روحانیونو، دیني عالمانو او منورینو د افغانستان له جمهوررئیس حامدکرزي سره په کتنه کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو پر محدودیدو باندې ټینګار وکړ.
په دغه کتنه کې چې پرون له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، حضرت احمد امین جان مجددي او د ولسي جرګې منشي انجنیر سید اکرام د جمهوري ریاست د نوماندانو په اړه په کابل کې د خپلې جوړې شوې سترې غونډې په باب جمهوررئیس حامدکرزي ته معلومات ورکړل.
د غونډې ګډونوالو وویل: زموږ هڅه دا ده چې په راتلونکو انتخاباتوکې داسې نتیجه ترلاسه شي چې د هېواد د خلکو سوکالي، اتحاد او یووالی پکې تضمین شي او دا کار هله کیدلای شي چې د جمهوري ریاست د کاندیدانو شمېر محدود شي اوکاندیدان یو د بل په ګټه تېرشي.
جمهوررئیس حامدکرزي د هېواد له بېلابېلو ولایتونو څخه د راغلو مشرانو دغه نظر او اقدامات چې کاندیدان تفاهم او یووالي ته هڅوي وستایل او وې ویل: دا زموږ د ټولو آرمان دی چې انتخابات په هېواد کې په پراخه توګه او ښه ډول ترسره شي او د افغانستان ملت ته مطلوبې نتیجې ولري.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: زه ستاسو دې کوښښ ته چې انتخابات په ښه توګه او په ملي اتحاد او اتفاق کې ترسره شي احترام لرم او د افغانستان د خلکو په دغه ستر آرمان کې د یو فرد په توګه درسره شریک یم.


د مطلب کود: 86221

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86221/جمهوررئیس-حامدکرزي-د-بېلابېلو-ولایتونو-له-یو-شمېر-قومي-مشرانو-او-دیني-عالمانو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com