کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بې پولې ډاکټران: افغانان بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 6 حوت 1392 ساعت 20:36


د بې پولې ډاکټرانو ټولنه په خپلې تازه سروې کې ویلي چې؛ په افغانستان کې خلک بیړنیو روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی لري.
په افغانستان کې د بې پولې ډاکټرانو عمومي رییس کریستوفر سټوکس نن په یوه خبري غونډه کې وویل چې؛ دغه سروې د افغانستان په څلورو ولایتونو کابل؛ هلمند، خوست او کندز ولایتونو کې ترسره شوې ده.
نوموړي وویل چې، په دې سروې کې له هرو پنځو نارغانو څخه چې پوښتل یوه یې ویلي چې، تېر کال یې د کورنۍ غړی یا نږدې خپل روغتیايي خدمتونو ته د نه لاسرسي له امله مړ شوی دی.
تراوسه د عامې روغتیا وزارت چارواکو د دې سروې په اړه څه نه دي ویلي؛ خو پخوا یې ویلي وو، چې په افغانستان کې شاوخوا اتیا فیصده خلک اساسي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی لري.


د مطلب کود: 86507

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86507/بې-پولې-ډاکټران-افغانان-بیړنیو-روغتیايي-خدمتونو-ته-محدود-لاسرسی-لري

آوا
  https://www.avapress.com