کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د پاکستان مذهبي ګوندونو په لاهور کې په یوه غونډه د طالبانو پر ضد یو ايتلاف جوړ کړ

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 8 حوت 1392 ساعت 20:01


د پاکستان مذهبي ګوندونو د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې په یوه غونډه د طالبانو پر ضد یو ايتلاف جوړ کړ.
دې ايتلاف، چې غړي یې د سني مذهب د بریلوي فرقې پلویان دي، نن اعلان وکړ چې طالبان او د هغوی پلویان د اسلام دښمنان دي.
د دې مذهبي ايتلاف په وینا له طالبانو سره خبرې اترې ممکنې دي.
دې ډلې په عین حال کې د پوځي عملیاتو له لارې د طالبانو د یو مخ له منځه وړلو لپاره د پاکستان د پوځ او حکومت د هڅو ملاتړ وکړ.
د طالبانو ضد دغه ايتلاف د جمعې ورځ په ټول پاکستان کې د طالبانو ضد ورځ اعلان کړه.
بریلویان، چې اهل سنت والجماعت هم بلل کېږي، هغه اسلامي فرقه ده چې دوه سوه ملیونه پیروان لري.
له بلې خوا د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان نن په پېښور کې وویل، حکومت له طالبانو سره په خبرواترو کې خپله پالیسي بدله کړې ده.
«تراوسه د حکومت پالیسي دا وه چې خبرې وکړي. خو د مقابل لوري د حملو او تروریستي فعالیتونو د دوام له کبله حکومت د خبرواترو د پروسې ترڅنګ په خپله پالیسي کې بدلون راوستی دی. او تغییر دا دی چې حکومت به خبرواترو ته دوام ورکړي خو د مقابل لوري هر ډول تشدد ته به په پوره قوې ځواب ورکړي.»
ویل شوي چې د پاکستان پوځ د طالبانو پرضد وروسته له دې عملیات پیل کړل چې د روانې میاشتې په لومړیو کې د سولې هلې ځلې ناکامې شوې.


د مطلب کود: 86649

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/86649/د-پاکستان-مذهبي-ګوندونو-په-لاهور-کې-یوه-غونډه-طالبانو-پر-ضد-یو-ايتلاف-جوړ-کړ

آوا
  https://www.avapress.com