دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۴۶
د مطلب کود : 87596
کندهار: وسله والو د ملي امنیت د تحقیق پر څانګې برید کړی دی
چارواکي وایي، وسله والو د کندهار ښار په دوهمه ناحیه کې د ملي امنیت د تحقیق پر څانګې حمله کړې او همدا اوس نښته روانه ده.
د کندهار د امنیې قومندانۍ ویاند احمد ضیا دراني آزادي راډیو ته وویل؛ چې په نښته کې یو وسله وال وژل شوی او یو بل لا مقاومت کوي.
خو یوې بلې سرچېنې چې خپل نوم یې نه دی څرګند کړی؛ آزادی راډیو ته د وسله والو شمېر زیات وښود او ویې ویل چې، یو شمیر ټپي شوي پولیس له سیمې څخه روغتون ته وړل شوي دي.
په دې اړه جزیات وروسته خپریږي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdccepq4.2bqmo8j5a2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته