دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۱ حوت ۱۳۹۲ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 87633
په هرات کې د زلمي رسول د دفتر مسوولینو د اشنا ټلویزیون یو خبریال بندي کړی و
د راپورونو له مخې په هرات کې د جمهوري ریاست د یوه کاندید ډاکټر زلمي رسول د دفتر مسوولینو د امریکا غږ آشنا ټلویزیون یو خبریال د نیم ساعت لپاره بندی کړی و.
له هرات څخه د آزادي راډیو خبریال وایي؛ چې د فاروق فیضي په نامه خبریال له یاد دفتر څخه تصویر اخیسته.
د هرات امنیتي مسولینو وروسته آزادي راډیو ته وویل؛ چې دا خبریال خوشې شوی او د ډاکټر زلمي رسول د کمپاین د ولایتي دفتر مسولینو په همدې خاطر بخښنه غوښتې وه.
خو د ښاغلي رسول د انتخاباتي کمپاین مسولینو تر اوسه رسماً په دې اړه څه نه دي ویلي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcexp8v.jh8fxi6rbj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته