کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې درې طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 7 حمل 1393 ساعت 16:00


د بدخشان په جرم ولسوالۍ کې د ګډو عملیاتو پر مهال درې طالبان وژل شوي او درې نور یې ټپیان شوي دی.
د بدخشان د والي ویاند احمد نوید فروتن نن ازادۍ راډیو ته وویل، چې په وژل شوو کسانو کې د طالبانو یو قومندان هم شامل دی.
نوموړي وویل، چې دغه عملیات له دوو ورځو راهیسي په جرم ولسوالۍ کې پیل شوي او معلومه نه ده چې څه وخت به پای ته ورسیږي.
په همدې حال کې طالبانو ویلي، چې په دې عملیاتو کې پنځه تنه ملکیان وژل شوي او څو کورونه هم وران شوي دي.


د مطلب کود: 88484

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88484/د-بدخشان-په-جرم-ولسوالۍ-کې-درې-طالبان-وژل-شوي-او-نور-ټپیان-دي

آوا
  https://www.avapress.com