کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

يوناما د انتخاباتو د خپلواک کميسيون پر دفتر پرونى بريد وغانده

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 حمل 1393 ساعت 11:31


دملګرو ملتونو سياسي دفتر يا يوناما د انتخاباتو د خپلواک کميسيون پر مرکزي دفتر پرونۍ حمله وغندله او د دغسې حملو د مخنيوي غوښتنه يې وکړه.
يوناما په يوه اعلاميه کې وويل؛ پر يوه ملکي هدف وروستى بريد غندي او ټينګار کوي چې، پر انتخاباتي ادارې او د دوى پر کارکوونکو بايد قصدي حملې ونه شي.
افغان چارواکي وايي، د کابل په ختيځ کې پرون څلورو وسله والو له يوې ودانۍ د انتخاباتو خپلواک کميسيون پر دفتر بريد وکړ. په ځينو راپورونو کې بريدکوونکي پنځه تنه ښوول شوي.
د کورنيو چارو وزارت وايي؛ په دې پېښه کې ټول بريد کوونکي وژل شوي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د انتخاباتو خپلواک کميسيون چارواکو وويل چې؛ په دې بريد کې د دوى کارکوونکو ته زيان نه دى اوښتى.
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت ډاډ ورکړ؛ چې دغه ډول بريدونه د انتخاباتو پر بهير کوم تاثير نه کوي.
د دغه وزارت وياند صديق صديقي ازادۍ راډيو ته وويل؛ د بريدکوونکو يو هدف په خلکو کې وېره اچول دي، خو دى وايي، خلکو خپل تصميم نيولى او په دې ډيموکراتيکه پروسه کې به برخه اخلي:
”[دغه ډول بريدونه] هېڅ تاثير نه شي کولاى. د دوى هدف هم دغه دى چې په خلکو کې وېره واچوي. دوى خپل هدف ته نه رسېږي. افغانانو خپل تصميم نيولى او هغه په راتلونکو انتخاباتو کې ګډون دى.“
د کورنيو چارو وزارت تر دې مخکې هم ډاډ ورکړى و؛ چې افغان امنيتي ځواکونو د انتخاباتو د امن لپاره پوره تدابير نيولي دي.
دغه وزارت په داسې حال کې د ډاډمنو انتخاباتو خبره کوي؛ چې د سې شنبې په ورځ هم پنځو وسلوالو په دارالامان سيمه کې د انتخاباتو خپلواک کميسيون پر يوه سيمه ييز دفتر بريد کړى و؛ چې د دوو پوليسو په ګډون څلور کسان يې په نتيجه کې وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي وو.
په همدې حال کې د فيفا يا د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ وياند فهيم نعيمي وويل؛ وروستۍ وسله والې حملې په رواني لحاظ پر خلکو اغېز کوي؛ خو د انتخاباتو مخه نه شي نيولاى:
”دغه حملې د ټاکنو په ورځ د ټاکنو محلونو او مرکزونو ته زيات زيان نه رسوي، ځکه دغه بريدونه د ښار په ځينو سيمو کې کېږي چې لنډه موده دوام کوي. خو په رواني لحاظ دغه حملې پر خلکو اغېز کوي.“
د انتخاباتو په رانژدې کېدو سره په کابل کې ډله ييز وسلوال بريدونه زيات شوي دي. په دې ښار کې د لسو ورځو په موده کې پر مهمو اهدافو څلور بريدونه شوي دي.
د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو انتخابات د راتلونکې شنبې په ورځ ترسره کيږي؛ خو ناامني د دغو انتخاباتو په وړاندې لويه ستونزه ګڼل کیږي.


د مطلب کود: 88608

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88608/يوناما-د-انتخاباتو-خپلواک-کميسيون-پر-دفتر-پرونى-بريد-وغانده

آوا
  https://www.avapress.com