کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په زابل او غزني کې د طالبانو بمي چاودنو دواړو خواوو ته مرګ ژوبله واړوله

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 10 حمل 1393 ساعت 17:07


تاند- د غزني ولایت په ده یک ولسوالۍ کې ۷ طالبان د خپل بم ښکار شول خو په زابل کې بیا یو رومانیايي عسکر د طالبانو په بم ووژل شو.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت نن /یکشنبه/ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې اووه تنه طالبان د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ د الوخېلو د کلي په جومات کې دننه په داسي حال کې ووژل شول چې بم یې جوړاوه او پرې وچاودېده.
د کورنیو چارو وزارت ویلي:«د تروریستانو دا کار د اسلام د مبین دین خلاف دی، هغوی چې په جوماتونو کې بمونه جوړوي څو بېګناه خلک پرې ووژني، له اسلام سره څرګنده دښمني کوي.»
په تېرو څو کلونو کې په ځلونو د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو په جوماتونو کې پر دولتي چارواکو بمي او ځانمرګي حملې کړي دي. د لوګر والي ارسلا جمال او د کندوز والي محمد عمر په جوماتونو کې ووژل شول.
یوه نیم میاشت پخوا د کابل په هوتخېلو کې د ملا تره خېل په جومات او دیني مدرسه کې چاودنې زیات تاوانونه واړول.
په زابل کې رومانیايي پوځیانو ته مرګ ژوبله
د زابل امنیه قومندان نن /یکشنبه/ وویل چې په دغه ولایت کې د بمي حملې په نتیجه کې یو رومانیايی پوځي وژل شوی او دوه نور ژوبل دي.
د زابل د امنیه قومندان غلام سخي روغ لېوني په وینا د سړک د غاړې دا بمي برید د دې ولایت په شهرصفا ولسوالۍ کې هغه مهال وشو چې د رومانیايي پوځیانو کاروان تېرېده.
د زابل امنیه قومندان وايي چې د دې بمي حملې له کبله ۳ ملکي افغانان هم ژوبل شوي دي.
خو وسله والو طالبانو بیا ویلي چې رومانیايي پوځیانو ته یې د تونس موټر په وسیله د ځانمرګي برید په نتیجه کې مرګ ژوبله اړولې ده.
قاري یوسف احمدي تاند ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ادعا کړې چې پنځه رومانیايي پوځیان وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.
حاضردمه په افغانستان کې څه باندې ۱۰۰۰ رومانیايی پوځیان مېشت دي او له کله چې رومانیايي پوځیان افغانستان ته راغلي تراوسه پوري ۲۰ تنه وژل شوي دي.


د مطلب کود: 88641

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88641/په-زابل-او-غزني-کې-د-طالبانو-بمي-چاودنو-دواړو-خواوو-ته-مرګ-ژوبله-واړوله

آوا
  https://www.avapress.com