په سرپل ولایت کې نن د ماین په یوه چاودنه کې د عامه محافظت څلور پولیس ووژل شول.
د سرپل د امنیې قومندانۍ د امنیت امر سخي داد حیدري ازادي راډیو ته وویل؛ په دې پيښه کې درې پولیس ټپیان شوي هم دي.
له بلې خوا د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي چې؛ نن سهار په څرخ ولسوالۍ کې یو ځانوژونکی حمله کوونکي هدف ته له رسیدو مخکې په ځان پورې تړلي موادو ته چاودنه ورکړه چې؛ د ملي اردو یو سرتیری په کې ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
د څرخ ولسوال خلیل کمال ازادي راډیو ته وویل؛ ځان وژونکي حمله کوونکي غوښتل چې؛ یوه جومات ته ننوځي، چې د ملي اردو د سرتیرو له ممانعت سره مخ شو او چاودنه یې وکړه.