کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د ملي اردو یو سرتېری په انتحاري برید کې ووژل شو

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 11 حمل 1393 ساعت 15:47


د لوګر سیمه ییز چارواکي وايي چې؛ نن سهار په څرخ ولسوالۍ کې یو ځانوژونکی حمله کوونکی هدف ته له رسېدو مخکې په ځان پورې تړلي موادو ته چاودنه ورکړه چې؛ د ملي اردو یو سرتیری په کې ووژل شو او څلور نور ټپیان شول.
د څرخ ولسوال خلیل کمال ازادي راډیو ته وویل؛ انتحاري غوښتل چې یوه جومات ته ننوځي، چې د ملي اردو د سرتیرو له ممانعت سره مخ شو او چاودنه یې وکړه.
چارواکي وايي، په څرخ ولسوالۍ کې د تېرو دولسو ورځو راهیسې د دې لپاره پوځي عملیات روان دي چې؛ انتخاباتو ته امنیت ټینګ شي.


د مطلب کود: 88698

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88698/د-لوګر-په-څرخ-ولسوالۍ-کې-ملي-اردو-یو-سرتېری-انتحاري-برید-ووژل-شو

آوا
  https://www.avapress.com