د افغانستان د روغتیا وزارت وايي چې؛ په کندهار کې د یوې ۳۵۰ بستریز روغتون له رغونې سره به د هېواد په جنوبي ولایتونو کې د روغتیايي خدمات ښه او لا پراخ شي.
د روغتیا وزارت مطبوعاتي دفتر خبر ورکوي چې؛ دا روغتون به په راتلونکو درېیو کلونو کې د نهه اعشاریه دوه (۹،۲) میلیونه امریکايي ډالرو په لګښت په څلورو پوړونو کې جوړه شي.
په کندهار کې د دې روغتون د بنسټ ډبره پرون د روغتیا وزیرې ثریا دلیل کېښوده.