کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي تر ۷ ملیونو زیاتو افغانانو رایې کارولي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 17 حمل 1393 ساعت 10:26


تاند- د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې تر ۷ ملیونو زیاتو افغانانو رایې واچولې.
دا په داسي حال کې ده چې د ولسمشرۍ په تېرو (۱۳۸۹) انتخاباتو کې څه باندې ۴ ملیونو افغانانو ګډون کړی و خو د د ولسمشرۍ په لومړیو انتخاباتو (۱۳۸۳) کې، چې امنیت ښه و، څه باندې ۸ ملیونو رایې استعمال کړې وې.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکو د یکشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبري غونډه کې وویل چې په انتخاباتو کې له امنیتي اندېښنو سره سره د خلکو پراخ ګډون حیرانوونکی و.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون له اټکل سره سم د ټولو رای ورکوونکو په سلو کې ۶۵ نارینه او په سلو کې ۳۵ ښځې وې چې د ۲۰۰۹ میلادي یا ۱۳۸۳ لمریز کال د انتخاباتو په پرتله دوه هومره دي.
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې تر غرمې مخکې ۳ نیم ملیونو خلکو له دې سره سره رایې اچولې وې چې باران اورېده.
د رای ورکولو وخت د مازدیګر په څلور بجې پای ته رسېده خو د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله یو ساعت اوږد شو او په پنځه بجې د رای ورکولو مرکزونو ته د نورو خلکو ورتګ منع شو.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس یوسف نورستاني وویل چې پر مخکنیو بندو اعلان شویو مرکزونو سربېره یې د یکشنبې په ورځ ۲۱۱ نور مرکزونه هم د ناامنۍ د خطر له کبله خلاص نه کړل.
سره له دې چې شاوخوا ۹۰۰ مرکزونه بند پاتې شول، ۶۲۱۲ پرانستي ول.
د خلکو د ګڼې ګوڼې له کبله د رای ورکولو ټول مرکزونه د ماښام ۷ بجې بند شول.


د مطلب کود: 88980

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/88980/د-انتخاباتو-خپلواک-کمیسیون-وايي-تر-۷-ملیونو-زیاتو-افغانانو-رایې-کارولي-دي

آوا
  https://www.avapress.com