کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په فاریاب کې د انتخاباتو په ورځ ۲۱ مخالف وسله وال وژل شوي دي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 17 حمل 1393 ساعت 16:55


د فاریاب سیمه ییزو چارواکي وایي چې؛ د انتخاباتو په ورځ په دې ولایت کې یوویشت وسله وال مخالفین وژل شوي او پنځلس نور ټپيان دي.
د فاریاب والي محمد الله بتاش آزادي راډیو ته وویل چې؛ دغو وسله والو مخالفینو غوښتل انتخابات ګډوډ کړي چې؛ امنیتي ځواکونو یې مخه ونیوله.
دی وایي، د امنیتي ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ دا نښتې د المار، قیسار، دولت آباد، غورماچ او پښتون کوت ولسوالیو کې شوي.
د فاریاب والي همدا راز وایي چې؛ په دې نښتو کې پنځه تنه افغان امنیتي ځواکونه هم وژل شوي او شپږ ټپيان دي.
هغه وایي، خو په دې ولایت کې خلکو وکولی شول چې؛ په انتخاباتو کې ګډون وکړي او خپلې رایې وکاروي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 89015

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89015/په-فاریاب-کې-د-انتخاباتو-ورځ-۲۱-مخالف-وسله-وال-وژل-شوي-دي

آوا
  https://www.avapress.com