کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د هرات په شین ډنډ ولسوالۍ کې د ماین چاودنې ۴ تنه پولیس ووژل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 18 حمل 1393 ساعت 15:57


د هرات سیمه یېز چارواکي وايي چې؛ نن د دې ولایت په شین ډنډ ولسوالۍ کې د پولیسو پر یوه موټر چاودنه شوې؛ څلور پولیس په کې ووژل شول او درې نور تپيان شول.
د شین ډنډ ولسوال عبدالحمید نور ازادي راډيو ته دا پیښه تایید کړه.
په عین حال کې چارواکي وايي، د هرات په اوبې ولسوالۍ کې یې څلور ماینونه کشف او شنډ کړي.
د هرات د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې؛ وسله والو مخالفینو غوښتل په دې ماینونو د انتخاباتو د رایو پاڼې چې انتقالیدې؛ له منځه یوسي.


د مطلب کود: 89060

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89060/د-هرات-په-شین-ډنډ-ولسوالۍ-کې-ماین-چاودنې-۴-تنه-پولیس-ووژل

آوا
  https://www.avapress.com