په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کابل ، میدان وردک ، لوګر ، کاپیسا ، غزنی ، کنړ، نورستان او هلمند ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۳۲تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۸ تنه ټپیان او۱۱ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه زیاته اندازه مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۲ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه دننګرهار او بامیان ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .