په کندز کې د کلیو او پراختیا ریاست مسوولین وایي چې؛ په دې ولایت کې ۱۹۸ عام المنفعه پروژې ګټې اخېستنې ته سپارل شوي. د کندز د کليو او پراختيا رياست سرپرست محمد قاسم اميري آزادۍ راډيو ته وويل چې؛ په يادو پروژو کې پر سړکونو جغل اچوونه؛ د کانالو کيندنه او بيارغونه، د پاکو اوبو د څاه ګانو کيندنه او د پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي.
هغه وایي چې، دا ټولې پروژې په ۱۳۹۲ کال کې تطبیق شوې چې مالي لګښت یې څه پاندې دري سوه میلیون افغانی وو. د کندز د کلیو پراختیا ریاست مسوولین وایي چې؛ دا پروژې د کندز په شپږو ولسوالیو کې عملي شوي دي.