کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهوررئیس کرزي د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې له غړو سره وکتل

د صدای افغان خبری آژانس(اوا) , 19 حمل 1393 ساعت 17:09


د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې غړو د افغانستان له جمهوررئیس حامد کرزي سره په کتنه کې د کانکور د آزموینې په سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
په دغه کتنه کې چې نن غرمه په ارګ کې ترسره شوه، په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو وزیر او د دغه وزارت د مشرتابه پلاوی هم حاضرو، د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې غړو په هېواد کې د کانکور په اوسنی سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کولو غوښتنه وکړه.
دوی همدا راز د لوړو زده کړو د وزارت له تشکیل څخه د باندې د کانکور د آزموینې د اخیستلو لپاره د یوې خپلواکې کمیټې د جوړیدو غوښتنه وکړه.
جمهوررئیس کرزي د هېواد د پوهنتونونو د استادانو د سراسري اتحادیې د غړو د نظرونو او وړاندیزونو له اوریدو وروسته د لوړو زده کړو وزیر ته لار ښوونه وکړه چې د کانکور د آزموینې په سیستم کې د اصلاحاتو د رامنځته کېدو او د کانکور د آزموینې د اخیستلو لپاره دې د یوې خپلواکې کمیټې د جوړیدو لپاره یوه هر اړخیزه طرحه د کابینې غونډې ته وړاندې کړي ترڅو له مخې یې لازم تصمیم ونیول شي


د مطلب کود: 89137

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89137/جمهوررئیس-کرزي-د-هېواد-پوهنتونونو-استادانو-سراسري-اتحادیې-له-غړو-سره-وکتل

آوا
  https://www.avapress.com