کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

۱۴ تنه ترهګر طالبان ووژل شول

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 23 حمل 1393 ساعت 13:29


په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ او ملي امنیت ځواکونو د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې پکتیکا، کندهار، لوګر او غزنی ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۱۴تنه ترهګر طالبان ووژل شول ،۹ تنه ټپیان او۶ تنه د امنیتی ځواکونو له لورې ژوندې ونیول شول.
په یادو عملیاتو کې یوه اندازه وسلۍ ، مهمات او چاودیدونکې توکې د ملي پولیسو لاسته ورغلي دي .
همدا راز د ملي پولیسو منسوبانو تېره ورځ ،۵ کړې ماینونه چې د طالب ترهګرو له لورې د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه د کندهار او فراه ولایتونو په اړوندو سیموکې ځاي پر ځاي شوي وو کشف او شنډ کړل .


د مطلب کود: 89356

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89356/۱۴-تنه-ترهګر-طالبان-ووژل-شول

آوا
  https://www.avapress.com