کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ننګرهار: په یوه مازده موټر کې په لسګونو کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 حمل 1393 ساعت 10:36


چارواکي وايي، په ننګرهار ولایت کې په لسګونو کیلوګرامه نشه يي توکي نیول شوي دي.
د ننګرهار د امنیه قومندانۍ ویاند حضرت حسین مشرقي وال ازادۍ راډيو ویلي؛ چې د نشه يي توکو پرضد د مبارزې ریاست کارمندانو د مخکینۍ اطلاع پر اساس نن د سرخرود ولسوالۍ د بهاولۍ په سیمه کې په یوه مازده ډوله موټر کې شپږ اویا کیلوګرامه تریاک او شپږ کیلوګرامه هیروین، چې په یاد موټر کې په ډیر مهارت سره ځای پرځای کړي وو؛ نیولي دي.
مشرقي وال وايي، د دې نشه يي توکو په تړاو یو تن، چې د کندهار ولایت اوسیدونکی دی؛ هم نیول شوی دی، چې اوس يې قضيه تر څیړنې لاندې ده.


د مطلب کود: 89488

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89488/ننګرهار-په-یوه-مازده-موټر-کې-لسګونو-کیلوګرامه-نشه-يي-توکي-نیول-شوي

آوا
  https://www.avapress.com