کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندهار: وسله والو د ملي پیوستون د پروګرام له ۵ تښتول شویو کسانو څخه ۲ تنه وژلي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 حمل 1393 ساعت 13:43


د کندهار ولایت مسوولین وایي، وسله والو د ملي پيوستون د پروګرام له هغو پنځو کارکوونکو څخه چې تښتولي یې وو؛ دوه تنه وژلي او درې یې بېرته خوشې کړي.
ویل کیږي، دغه کسان د تېرې چهارشنبې په ورځ د کندهار له تخته پل ولسوالۍ نه د نا معلومو وسله والو کسانو له خوا تښتول شوي وو.
د کندهار مطبوعاتي دفتر نن وویل چې؛ دغو کسانو په سیمه کې د ملي پيوستون پرمختیایي پروګرامونه مخ ته وړل.
دوی وایي چې، دغه کسان وسله ه والو والو طالبانو تښتولي وو؛ خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.


د مطلب کود: 89509

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89509/کندهار-وسله-والو-د-ملي-پیوستون-پروګرام-له-۵-تښتول-شویو-کسانو-څخه-۲-تنه-وژلي

آوا
  https://www.avapress.com