کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

تاجکستان په افغانستان کې د وحشي ژویو د ښکار د مخنیوي په برخه کې مرسته کوي

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 حمل 1393 ساعت 14:01


د بدخشان د چاپیریال ساتنې ادارې مسوولین وایي؛ تاجکستان ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د وحشي ژویو د ښکار او د هغوی د نسلونو د کمېدو په مخنیوی کې مرسته وکړي.
د دې ادارې مشر غلام نبي سرفراز آزادي راډيو ته وویل چې؛ تاجکستان ته په وروستي سفر کې د دې هېواد چارواکو ډاډ ورکړی چې؛ له افغانستان سره به د وحشي ژوو د ښکار د مخنیوي په برخه کې مرسته وکړي.
سرفراز وایي چې، د بدخشان په ختیځو سیمو کې ډیر کمیابه حیوانات لکه د مارکوپولو غرڅې، د ایبکس وزې، د اوریال وزې او د واورې پړانګ موندل کیږي چې؛ ډیر کله د افغانستان او تاجکستان تر منځ پوله کې په ډیرې بې رحمۍ سره وژل کیږي.


د مطلب کود: 89513

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89513/تاجکستان-په-افغانستان-کې-د-وحشي-ژویو-ښکار-مخنیوي-برخه-مرسته-کوي

آوا
  https://www.avapress.com