کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په غزني کې د طالب وسله والو او د هغوی پر ضد د پاڅونکو ترمنځ نښته شوې

دصدای افغان خبری اژانس(اوا) , 25 حمل 1393 ساعت 13:58


د غزني چارواکي وایي چې، تېره شپه ناوخته په اندړو ولسوالۍ کې د طالبانو او د هغوی پر ضد د پاڅون کوونکو ترمنځ نښته کې درې پاڅون کوونکي وژل شوي او دوه نور ژوبل دي.
د اندړو امنيه قومندان لطف الله کامران پېښه تاييدوي او وايي، په نښته کې د ټپي شويو کسانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی.
ذبيح الله مجاهد چې ځان د طالبانو وياند بولي، وايي، په په دې پیښه کې د پاڅون کوونکو یو قومندان هم وژل شوی دی.
اندړ یوه له هغو سیمو څخه ده چې یو شمیر سیمه ییزو خلکو یې د وسله والو مخالفینو پر ضد پاڅون کړی او هغوی یې له خپلو سیمو شړلي دي.


د مطلب کود: 89514

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/89514/په-غزني-کې-د-طالب-وسله-والو-او-هغوی-پر-ضد-پاڅونکو-ترمنځ-نښته-شوې

آوا
  https://www.avapress.com